د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: په بېلابېلو پېښو کې نهه تنه وژل شوي


د بلوچستان پولیسوايي چې د دوشنبې په ورځ د صوبې په مرکزي ښار کوټه کې څلور عیسويان په یوه برید کې وژل شوي چې ذمه واري یې اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې ده.

راپورونه وايي دغه عیسویان وګړي په کوټه کې، په یوه رکشه کې سپاره ول چې موټرسایکل سپرو کسانو یې مخه ونیوله او ډزې یې پرې وکړې. په دې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي او د رکشې ډرایور ځای پر ځای وژل شوي دي. په دې سربیره یو ماشوم په دې پېښه کې ژوبل شوی هم و چې د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوی دی.

د پولیسو یوه ځايي مشر معظم جا انصاري رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا یو هدفي برید وو او د ترهګرۍ پېښهښکاري. دا پېښه تر هغه یوه ورځ وروسته مخې ته راغلې چې عیسویانو د اپرېل پر لومړۍ نېټه ایسټر لمانځلی. په پاکستان کې د ۲۰۰ میلیونه وګړیو په منځ کې نېږدې دوه فیصده عیسوي مذهبي دي.

په کوټه کې د مشال راډیو خبریال نن سېشنبه سهار وویل، په یوه بله پېښه کې پرون د کوټې په قمبراني سړک د دوو ډلو ترمنځ د ډزو په نتیجه کې د یو پولیسوالا په ګډون ۵ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د سیمې پولیس وايي دا نښته د جایداد په سر د یوې لانجې له وجې مخې ته راغلې ده.

XS
SM
MD
LG