د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې دې عملي کړل شي


د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې مشر د پښتون ژغورني غورځنګ د غوښتنو ملاتړ کړي او وايی چې بايد حکومت یې غوښتني عملي کړي. نوموړي د جمعې په ورځ د قبايلي سيمو فاټا سپريم کونسل تر غونډې وروسته خبري کانفرس ته وويل چې له خيبر پښتونخوا او فاټا څخه دې تريتم کړل شوي کسان راخوشي او غير ضروري چيک پوسټونه دې ختم کړل شي.

نوموړي وویل چې په دې اړه باید له ځنډه کار وانخلي.

''د نقیب الله مسود تر وژنې وروسته چې کوم غبرګون مخې ته راغلی دی او په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناسته کې غوښتني وکړي. وزيراعظم له احتجاجیانو سره ژمنه کړي وه چې ټولې غوښتنه به منل کېږي. فاټا سپريم کونسل له حکومته غوښتنه کوي چې حکومت خپلې ژمني پوره کړي او په دې کې له ځنډه کار نه اخلي.''

مولانا فضل رحمان په خبري کانفرس کې له خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو څخه تري تم کړل شویو کسانو د راخوشي کولو غوښتنه هم وکړه.

نوموړي وويل: ''سپریم کونسل په دې خبره ټینګار کوي چې تريتم کړل شوي کسان دې ژر تر ژره راخوشې کړل شي. فاټا سپریم کونسل په خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کي پر پوځي چيک پوسټونو د پوځيانو په رویه اندېښنه هم څرګنده کړې. په هغو سيمو کې غير ضروري چيک پوسټونه دې ختم کړل شي.''

مولانا فضل الرحمان د پښتون ژغورني غورځنګ د غوښتنو عمليکولو خبره په داسې حال کې کړي چې د پاکستان پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور د شورو په ورځ د پينډۍ په پوځي هېډکواټر کې خبريالانو ته وويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ زياتره غوښتنې منل شوې او په قبايلي سيمو کې چوکۍ (چيک پوستونه) د ولس ساتنې لپاره دي.

XS
SM
MD
LG