د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار چارواکي وایي چې نن چارشنبه ماسپښین درې بجې د کوز کونړ ولسوالۍ بډيالۍ سيمه کې د جنازې په مراسمو کې نامالومو وسله والو ډزې کړي، چې له امله يې د دغه ولسوالۍ د امنیه قوماندان مطیع الله او يو ملکي وګړی وژل شوی او څلور تنه نور ملکي وګړي په کې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼی وایي چې ټپيان د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د يو ټپي حالت نازک ښودل شوی.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG