د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسټراليا کرکټ بورډ د کرکټ ملي لوبډلې پر مشر سټيو سميت او د هغه پر مرستيال ډيوډ وارنر د یو کال بندېز لګولی دی.

دا بندیزونه په رسمي توګه نه دې اعلان شوي خو د اسټراليا براډکاسټينګ کارپوريشن يا ای، بي، سي ويلي چې دغه دواړه به د دوو کلونو لپاره د اسټراليا د لوبډلې مشري هم نه شي کولی.

دا بندېز له دې وجې لګول شوی چې دوی پنځه ورځې مخکې د جنوبي افريقا په وړاندې ټیسټ لوبه کې د بال شکل بدلولو کوښښ کړی وو.

دا کار د کرکټ په تاريخ کې له لويو درغليوو ګڼل شوی دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG