د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پولنډ ولسمشر اندژې دودا افغانستان ته تللی


د پولنډ ولسمشر اندژې دودا، کابل ته د سېشنبې په ورځ د خپل سفر پر مهال د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

د اجرائیه ریاست دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه اعلامیې له مخې عبدالله لهدودا سره په لیدنه کې د پوځي همکاریو په ګډون د دوو اړخېزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د پولنډ ولسمشر ویلي، ‌چې هیواد به یې د افغان ځواکونو د روزنې، مشوري او ملاتړ په موخه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کي خپل سرتېري ډېر کړي او هم به له افغانستان سره سیاسي او پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.

اوس مهال د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکات کې شاوخوا دوه سوه پولنډي سرتېري په دنده بوخت دي.

اجرائیه ریاست وايي، په دې لیدنه کي د افغانستان او سیمې پر وروستیو سیاسي پرمختګونو او تحولاتو هم بحث شوی دی.

افغانستان او پولنډ تکل لري چې د خپلو سیاسي اړیکو د پیل نویمه کلیزه د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کي ولمانځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG