د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین د قطر له امیر شیخ تمیم حمدالثاني سره ولیدل


د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین د دوشنبې په ورځ په ماسکو کې د قطر له امیر سره ملاقات وکړ چې پکې د شام په حالاتو خبرې اترې وشوې.

دا لیده کاته په داسې وخت کې شوي چې د روس په یو شاپنګ مال کې داورلګیدو له وجې په لسګونو کسان مړه شوي دي. او د نړۍ له یو شمیر هېوادونو څخه روسي سفارتکاران ویستل شوي دي.

د روس ولسمشر دفتر کریملین د دوشبنې په ورځ وویل د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني د ملاقات پر مهال د اورلګیدو په پیښه کې د خلکو په وژل کیدو له پوټین سره غمرازي وکړه.

په دې ملاقات کې د شام په صورتحال او په بېلا بېلو برخو کې دوه اړخیزه همکارۍ ته د ودې ورکولو په موضوعاتو بحث وشو.

روس له ۲۰۱۵م کال راهیسې د ولسمشر بشارلاسد د ځواکونو د ملاتړ لپاره په شام کې ورګډ شو دی.

دا راز د عربي ګاونډیانو سعودي عرب، بحرېن، مصر او متحده عرب اماراتو سره تیر کال د تعلقاتو خرابیدلو وروسته قطر هم له روس سره تعلقات ژورول غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG