د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرون د امريکا په اته سوو ښارونو کې د زده کوونکو په مشرۍ، په سلګونو زرو خلکو مظاهره وکړه. دوی له حکومته وغوښتل چې پر ټوپکو د کنټرول قوانين دې سخت کړي. تر ټولو لوی لاريون په سرښار، واشنګټن ډي سي کې وشو چې د منتظمينو په وېنا پکې اته لکه خلکو برخه واخیسته.

د واشنګټن دا مظاهره د فلوريډا ايالت د هغه هايي سکول له خوا پلان شوې وه چې د فرورۍ په مېاشت کې پکې يو ۱۹ کلن هلک ۱۷ کسان ووژل.

په نيويارک، کيليفورنيا او فلوريډا کې هم ورته لویې مظاهرې وشوې. پرون په پېرس، لندن، سيډني، سټاکهوم او د نړۍ په ځينو نورو ښارونو کې هم خلک په امريکا کې د شوو مظاهرو په ملاتړ راوتي وو.

XS
SM
MD
LG