بېګا په کابل ښار کې چاودنې يو تن وژلی او ۱۳ یې زخميان کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحید مجروح رسنيو ته ويلي چې د زخميانو حالت د اندېښنې وړ نه دی.
دا چاودنه د هغې خيمې سره نيزدې شوې چې مظاهره چيانو په پاکستان کې د منظور پښتون په مشرۍ، پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لګولې ده.
د دې پرلت يو ګډونوال، عنايت ساپي بيګا مشال راډيو ته وويل د چاودنې په وخت ګڼ کسان په خېمه کې وو.
تر اوسه پورې د دې حملې ذمه واري چا نه ده منلې.