د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس وايي د امریکا له خوا نوي ټیکسونه نه مني


د روس د صنعت او تجارت مرستيال وزير ويکټور ايوتوخو وايي هيواد به يې په نړيوال تجارتي سازمان کې هغه نوي ټيکسونه چيلنجوي چې په دې اونۍ کې د امريکا لخوا د ايلومينيم او سټيلو په برامداتو لګول شوي.

ويکټور ايوتوخو د روس ټونټي فور ټي وي چينل ته پرون وويل چې امريکا ته په درامدکيدونکي ۲۵ فيصده سټيلو باندې نوي ټيکسونه به روسي صادرونکو ته شاو خوا دوه اربه ډالره تاوان وروسوي.

البته امريکا ته په درامد کيدونکي لس فيصده ايلومينيم باندې نوي ټيکسونه به د روس ايلومينيم توليدونکو ته يو ارب ډالره تاوان ورسوي.

نوموړی وايي ((زموږ د سټيلو کارکونکي به متاثره شي)) نو د ده په خبره دا ضروري ده چې په نړيوال تجارتي سازمان کې دغه نوي ټيکسونه چيلنج شي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG