د ملګروملتونو امنیتي شورا او د ملګروملتونو عمومي منشي په کابل کې د ۲۱م مارچ خونړی برید په کلکه غندلې ده.
د کابل علي آباد روغتون ته نیږدې په دې ځانوژونکې برید کې چې د چارشنبې په ورځ د نوروز د مراسمو پر مهال وشو د وژل شویو شمیره ۳۳ ته رسېدلې ده. په پېښه کې ۶۵ تنه ټپیان شوي هم دي.
د ملګروملتونو امنیت شورا دغه برید د ترهګرۍ بې رحمانه حمله وبلله.
د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګویتېرس هم دغه حمله وغندله او ویې ویل چې د دې برید سرغنه باید عدالت ته راکاږل شي.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم پر دغه برید خپګان ښودلی او هغه یې د شرم وړ حمله بللې ده.
د روغتیایي چارواکو په وینا د یو شمیر ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.
داعش وسله والې ډلې د دې برید ذمه واري منلې ده.