د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مذهبي ګوندونو د متحده مجلس عمل په نامه خپل سیاسي او انتخابي اتحاد بیرته پر ځای کړی دی.

د جماعت اسلامي مخکښ محمد پروفیسر ابراهیم د سه شنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل چې مولانا فضل الرحمان یې مشر او لیاقت بلوڅ یې جنرل سیکرټري ټاکلی دی.

پروفیسر ابراهم وویل ، د وخت له ضرورت سره سم به د متحده مجلس عمل په پخواني منشور کې بدلون کوي.

متحده مجلس عمل په ۲۰۰۳م کال کې جوړ شوی وو او هغه وخت شپږ ګوندونه پکې شامل وو خو اوس جمعیت علما اسلام سمیع الحق ‌ډلې له ورګډېدو انکار کړی دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG