د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي پلویو ځواکونو د شام عفرین ښار ونیولو


د ترکي ولسمشر طیب اردوغان اعلان کړه چې د ترکي ملاتړ لرونکي ځواکونو د شام د عفرین ښار کنټرول ترلاسه کړی دی.

یاد ښار له دوو میاشتو راهیسې د شامي کردي ملېشا (وای پي جي) پرضد د ترکي له بریدونو سره مخامخ وو.

د ترکي پلوو شامي یاغیانو یو ویاند د یکشنبې په ورځ وویل چې دوی سهار وختي عفرین ښار ته ننوتي او د شام کردي ملیشا ځواکونه له دې ښاره وتلي دي.

د شام کردي ځواکونه (وای پي جي)چې له ترکي پولې سره نزدې عفرین سیمه کې موجودګي لري ترکي یې ځکه ترهګر بولي چې دغه ځواکونه په ترکي کې له یاغي ډلو سره اړیکې لري.

د شام د انساني حقونو د څار اداره وايي چې د شام یاغي ځواکونه د ترکيې د شدیدو هوايي بریدونو په ملاتړ عفرین ښار ته ننوتي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG