د امریکا د فلوریډا ریاست په نړیوال پوهنتون کې د مارچ پر۱۵مه د لارویانو یو پول راغورځېدو په پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي.
دا خبره د فلوریډا انتظامي چارواکو کړې ده.
د پېښې پر وخت د پول لاندې ټرافیک زیات و چې ګاډي په قطارونو کې ولاړ ول.
د فلوریډا چارواکو په یوه خبري غونډه کې وويل چې د پول په غورځېدلې ملبه کې اته ګاډي ګېر پاتې دي او نهه ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي دي.
مخکې د فلوریډا ریاست سینټر بل نلسن ويلي ول چې د ۶ نه تر ۱۰ پورې کسان وژل شوي دي.
د مارچ پر لسمه پرانستل شوی دغه پول ۵۳ میټره اوږد و چې پوهنتون یې د میامي د سیمې یو وړوکي ښارګوټي سره انښلولو او مقصد یې پیدل خلکو ته د یونیورسټي او هاسټل تر منځ یوه لاره ورکول ول.