د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په رايونډ کې بمي چاودنې لږ تر لږه نهه تنه وژلي دي


د لاهور پولیس
د لاهور پولیس

د پاکستان د پنجاب صوبې مرکز لاهور ته نژدې په رايونډ کې بمي چاودنې لږ تر لږه نهه تنه وژلي او ۱۹ یې نور ټپي کړي دي.

د لاهور ښار د پوليسو د عملیاتو څانګې مشر ډاکټر حيدر اشرف بېګا ناوخته خبريالانو ته ويلي چې چاودنه په رايونډ کې د پوليسو پر پوسته شوی چې پکې د پوليسو په ګډون عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اښوتې ده.

ډاکټر حيدر اشرف وویل “ د پېښې له ځای او عيني شاهدانيو د بيانونو ريکارډ کولو وروسته داسې ښکاري چې ځانمرګي برید کوونکي پوليسواله په نښه کړي”.

د ده په وینا ، “ له دې ځایه د ځانمرګي بريد ګر اندامونه هم موندل شوي او د لومړنيو تحقيقاتو په رڼا کې داسې ښکاري دا ځانمرګې بريد وو”.

ډاکټر حيدر اشرف وويل چې په بريد کې د پوليسو دوه سب انسپکټران او درې کانسټبلان وژل شوی. په ژوبل شویو کې۱۱ پوليسواله هم شامل دي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د وژل شوو پولیسو او نورو کسانو جنازې ادا کړل شوې دي.

ده زياته کړه چې د پوليسو قرباني له وجې ځانمرګې بريد ګر تبلغي اجتماع ته ونه رسيدو، که چېري بريدګر لوي اجتماع ته رسيدلی وي نو ډېر زيات نقصان به رامنځ ته شوی وو.

تر چاودنه وروسته په لاهور ښار کې کلک امنيتي ګامونه پورته کړل شوي دي.

بلخوا د پنجاب وزير اعلي شهباز شريف د چاودني غندنه کړې او د پوليسو مشر ته يې د پيښي راپور ورکولو امر ورکړی دی.

وسله والو طالبانو د دې برید زمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG