د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر ګوښه کړ


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن یې له دندې لرې کړی او د هغه پر ځای یې د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر مایک پومپیو نومولی دی.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل چې د مرکزي استخباراتي ادارې سي آی اې مرستیاله جینا هاسپل به د یادې ادارې مشري پر غاړه واخلي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ لیکلي چې د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر مایک پومپیو به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وي چې ډېره ښه دنده به ترسره کړي.

د ولسمشر ټرمپ په وینا جینا هاسپیل به د لومړۍ ښځې په توګه د سي اۍ اې یا د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشري وکړي.

ولسمشر ټرمپ پرون خبریالانو ته وویل، له رېکس ټیلرسن سره یې د ایران د ایټمي تړون په ګډون پر ځینو مسلو اختلاف درلود.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزرات مرستیال سټیف ګولډسټین وویل ، رېکس ټیلرسن تر لرې کېدو وړاندې له ولسمشر ټرمپ سره خبرې نه وې کړي او د دې ګام په وجه نه و خبر.

له دې څرګندونو لږ وروسته سپینې ماڼۍ ګولډسټین هم له دندې لرې کړ.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG