د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني له جېمز مېټس سره مهمې خبرې کړې دي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، د امریکا له دفاع وزیر جیمز مېټس سره یې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي چې په دې کې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې ، له پاکستان سرهپر حکومتي کچه مزاکرات او په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو موضوعات شامل دي.

ولسمشر غني دا څرګندونې پر خپله ټویټر پاڼه کړې دي او زیاته کړې یې ده چې د راتلونکو انتخاباتو، او له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ستنېدو هم د امریکا له دفاع وزیر سره غږېدلی دی.

ارګ وايي جېمز مېټس د ولسمشر غني له خوا له طالبانو د سولې د وړاندیز ملاتړ په ډاګه کړ.

جېمز مېټس خبریالانو ته وویل ، دوی غواړي د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ او ملکیت وي.

نوموړي ټینګار وکړ چې امریکا په افغانستان کې د بریالیتوب په لټه کې ده خو دا بریالیتوب به نظامي بریالیتوب نه بلکې د سیاسي روغې جوړې له لارې تر لاسه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG