د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د مارچ په دیارلسمه د امریکا دفاع وزیر جېمز مېټیس په یو ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی چې د جګړې جاج واخلي او د ځینو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو امکانات وګوري.

دا سفر چې د امنیتي عواملو له وجې له وړاندې نه وو اعلان شوی په داسې حال کې کېږي چې واشنګټن د افغانستان د شپاړلس کلنې جګړې د خاتمې لپاره نوې وسیلې په کار اچوي.

مېټیس خبریالانو ته وویل، که له طالبانو سره سیاسي جوړجاړی رامنځ ته شي نو اوس هم په افغانستان کې بریا ممکنه ده.

په کابل هوايي ډګر له کوزېدو لږ وړاندې جېمز مېټیس خبریالانو ته وویل امریکا له تېرو څو میاشتو راهیسې ویني چې د طالبانو ځینو ډلو د سولې په خبرو اترو کې دلچسپي څرګنده کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو ځینې وړې ډلې یا خو خبرو شروع کولو ته ورغلي او یا یې په د دلچسپۍ اظهار کړی دی.

ټاکل شوی چې جېمز مېټیس به د دې سفر پر مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له مشر جنرل جان نکلسن او ولسمشر اشرف غني سره لیده کاته کوي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG