د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او شمالي کوریا ولسمشران پر خبرو رضا شوي


د امریکا او شمالي کوریا ولسمشران
د امریکا او شمالي کوریا ولسمشران

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اټکل کوي چې د شمالي کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون سره ممکنه خبرې اتري به یې ډيرې کاميابې وي.

د امریکا ولسمشر د خالي په ورځ وویل، پیانګ یانګ ژمنه کړې چې تر څو خبرې کېږي، تر هغې به هیڅ توغندي نه ازمويي.

کېدای شي د دواړو مشرانو ترمنځ د می په میاشت کې خبرې وشي.

ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته وویل چې د دوی په فکر شمالي کوريا به ښه عمل وکړي، او په خپله ژمنه به ولاړ پاتي شي، دا به لويه کاميابي وي او ورسره به ملاتړ هم ترلاسه کړي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خالي په ماښام په ټويټر پاڼه ليکلې وو چې چين د شمالي کوریا په اړه سفارتي اړیکو کې د دوی له هلو ځلو خوشاله دی.

سپینې ماڼۍ د مارچ په اتمه اعلان وکړ چې ولسمشر ټرمپ موافقه کړې چې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره به ښايي تر می میاشتې پورې خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG