د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد يونايټېډ پېښور زلمي او لاهور قلندرز ملتان سلطان ته ماتې ورکړه


د پاکستان سپر ليګ کرکټ سياليو په لړ کې د جمعې په ورځ دوې لوبې وشوې. په لومړۍ لوبه کې لاهور قلندرز ملتان سلطان ته او په دويمه لوبه کې اسلام اباد يونايټېډ پېښور زلمي ته ماتې ورکړه.

د پاکستان سپرليګ سياليو ۲۰مه ۲۰ اووريزه لوبه د جمعې په مازيګر په دوبۍ کې وشوه چې لاهور قلندرز او ملتان سلطان سره مخامخ ول.

ملتان سلطان لومړی بېټينګ وکړ او د ۱۱۴ منډو په جوړولو سره يې ټوله لوبډله وسوځېدل. په ځواب کې لاهور قلندرز په ۱۹م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو هدف تر لاسه کړ او لوبه يې په شپږ ويکټونو وګټل.

د دې لوبې غوره لوبغاړی د لاهور قلندرز شاهين اپريدی وټاکل شو چې پنځه وکټونه يې تر لاسه کړي و.

له دې وروسته د پاکستان سپرليګ سياليو ۲۱مه لوبه د جمعې په ماخستن په دوبۍ کې د اسلام اباد يونايټېډ او پېښور زلمي تر منځ وشوه.

آسلان اباد يونايټېډ لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکل شوو ۲۰ اوورونو کې يې ۱۸۲ منډې جوړې کړې. په ځواب کې پېښور زلمي په ۲۰ اوورونو کې ۱۵۶ منډې جوړې کړې او لوبه يې په ۲۶ منډو وبايله.

د دې لوبې غوره لوبغاړی د اسلام اباد يونايټېډ جې پي ډوميني وټاکل شو چې پر ۵۴ توپونو يې ۷۳ منډې جوړې کړې او تر پايه ونه سوځېدي.

د پاکستان سپر ليګ په لړ کې د شنبې پر ورځ دوې لوبې کېږي. لومړۍ لوبه د پېښور پر وخت مازيګر څلور نيمې بجې د کراچي کينګز او ملتان سلطان تر منځ کېږي. دويمه لوبه به بيا د پېښور پر وخت د شپې پر نهه بجې د پېښور زلمي او کويټه ګلېډيېټرز تر منځ کېږي.

په دې سياليو کې ټولې شپږ لوبډلې برخه اخلي. تر دې دمه تر ټولو زياتې لوبې اسلام اباد يونايټېډ ګټلي. بلخوا د لاهور قلندرز تر ټولو شاته پاتې دي.

روانې سيالۍ د فبرورۍ پر ۲۲مه د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې پېل شوې. ټاکل شوې چې پايلوبه به د پاکستان په کراچي ښار کې د مارچ پر ۲۵مه تر سره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG