د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان سوداګر وايي، پاکستانی دولت د غلام خان بندر د ټرانزیت په نوم ورباندې ملنډې وهي. د دوی په خبره سرکار له تېر یو نیم کاله راهیسې بیا بیا د لارې خلاصولو او بیا بیا یې د ځنډولو اعلانونه کوي.

غلام خان بندر نن چارشنبه د مارچ پر ۷مه نېټه پرانیستونکی وو چې یوڅو ورځې وړاندې پاکستانیو چارواکیو په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی وو، او د دواړو غاړو سوداګرو خپل مالونه هم وړلو ته تیار کړي ول، خو د سېشنې/نهې په ورځ سرکار یوځل بیا د ځنډولو اعلان وکړ.

د شمالي وزیرستان یو سوداګر حاجي عبدال ستار وايي چې دولت ورباندي ملنډي وهي، او که سوداګري ته يي نه پرېږدي، نو ورته دې ښکاره وویل شي.

عبدالستار حاجي وايي، سوداګرو ډېرې زیاتې پیسې لګولې دي: "هغوی په اوړو، بورې او نورو سوداګانو ټرکونه بار کړل او تلو ته یې انتظار کولو چې د لارې خنډولو ټېلیفون راغلی. بل ځل به کله هم د پاکستانيو چارواکیو په خبره باور و نه کړي او نه به هم سوداګانې واخلي. دا خو ښکار ملنډې دې چې پر سوداګرو وهل کېږي. یوه ورځ د تړلو بل ورځ د خلاصولو اعلانونه دي. په نن سبا یې موږ خلکو ته دروغژن کړو. موږ دې سپینه خبره وکړي چې لار خلاصوو یا یې نه خلاصوو. موږ یې په تمه کړي او له بله کاره روزګاره یې هم اېستلي یو."

یو بل تاجر عبدالله خان وايي چې نه پوهیږي، چې دولت خپله اعلان وکړي، او دوی چې تیاری ونیسي، نو بیا ورته اعلان وکړي چې وځنډول شوه. نوموړي وايي: "نن سوداګرو ټرکونه بار کړي ول، خو د ځنډ اعلان سره سخت پرېشانه شول. دی نه پوهېږي چې په دوی یې روزګار نه شي پیرزو که څنګه؟ دومره زیاتې پیسې مو ولګولې. په مېوو او سبزیو مو ګاډي بار کړل او ناڅاپه یې ږغ وکړ چې د لارې پرانیستل بیا وځنډېدل. موږ خو په دې ملنډو نه پوهېږي."

اپرېدی: له افغانستان سره تجارت د پاکستان په ګټه دی

خو په شمالي وزیرستان کې لوړپوړيو چارواکيو له مشال راډيو سره د نوم نه ښودلو په شرط په خبرو کې وویل، هر څه تیار ول، او د غلام خان بندر ټرمینل هم تیار شوی دی، له سوداګرو سره غونډه وشوه، او مالونه هم بار کړل شول، خو د نهې په ورځ (پرون) اعلا چارواکیو د سوداګرۍ ځنډولو حکم وکړ.یاد چارواکي هیله وښودله چې په ورځ دوو کې به د لارې خلاصولو اعلان وشي، د نوموړي په وینا خبرې روانې دي او زر به دغه بندر د تجارت لپاره خلاص شي.

شمالي وزیرستان کي د ضرب عضب عملیاتو له پیلېدو سره غلام خان بندر تړل شوي، چې له وجې يې د دواړو لوريو سوداګر له زښته زیاتو مالي تاوانونو سره مخامخ دي. د سوداګرو په وینا غلام خان د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ تر ټولو لنډه لار ده.

موتي والا: پاکستان او افغانستان دې تجارت له سیاسته جلا وساتي

دوی وايي چې په ۲۰۱۶ ز کال په ورستیو کې د پوځ پخواني مشر جنرال راحیل شریف د وزیرستان دورې پرمهال د غلام خان بندر د خلاصولو اعلان کړی وو، چې له هغې پس بیا بیا اعلانونه کېږي، خو عملي کېږي نه.

XS
SM
MD
LG