د لاسرسي ځای

تازه خبر

جکارتا کې د افغانستان پر حالاتو غونډه کېږي


د انډونیزیا په پلازمېنه جکارتا کې داسې غونډه جوړېږي چې له افغانستان ، پاکستان او انډونیزیا څخه شا وخوا پنځوس مشهور دیني عالمان پکې ګډون کوي.

دا خبره د افغانستان د عدلیې وزارت مرستیال او د یني عالمانو د شورا غړي محمد قاسم حلیمي بېګا مشال راډیو ته وکړه.

محمد قاسم حلیمي وویل دا غونډه د انډونیزیا د ولسمشر په نوښت جوړیږي چې د افغانستان د مسلې په اړه له دیني پلوه بحث وکړي.

ټاکل شوې ده چې دا کنفرانس به د مارچ له پنځلسمې نېټې د مارچ تر ۱۹ نیټې په جکارتا کې جوړ شي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG