د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو په ایران کې له بندیانو سره تشدد وغانده


د ملګرو ملتونو یو تازه رپورټ کې په ایراني حکومت له دې کبله نیوکې شوي چې د بیان د اظهار د ازادۍ پرضد کاروايانو ته یې دوام ورکړی، معلوماتو ته په رسايي قدغنونه لګوي او په منظم ډول له قیدیانو سره جنسي تېري او تشدد په ګډون بېلا بېل زیاتوبونه کېږي.

د دوشنبې خپور شوی دغه رپورټ عاصمه جهانګیر جوړ کړی دی چې د ایران په اړه د انساني حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې څارونکې وه او په فبروۍ کې مړه شوې ده.

په دې رپورټ کې نوموړې ویلي چې په ایران کې د انساني حقونو روان حالات د اندېښنې وړ انځور ښيي حالانکه د تیر اګست د رپورټ وروسته ورته ایراني حکومت باور ورکړی وو چې دغه مسایل به په پام کې نیسي.

د عاصمه جهانګیر لخوا جوړ شوی دغه رپورټ وايي چې په عین حال کې د بیان په ازادۍ، د کومو ګوندونو برخه جوړیدلو، د خلکو په پرامنه راغونډیدلو او معلوماتو ته په رسايي نوي قدغنونه لګول شوي دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG