د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تنظیمونکی دفتر وايي، د روان کال لع پیل راهیسې په تېرو دوو میاشتو کې په ټول افغانستان کې تر شلو زرو زیات افغانان له خپلو سیمو بې ځایه کیدو ته اړ شوي دي.

دې ادارې په یو بیان کې ویلي چې یوازې په میدان وردګ ولایت کې د جګړې له وجې څلور نیم زره کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل اونیز راپور کې ویلي چې په تیره یوه اونۍ کې له پاکستانه څه کم پنځه سوه کسان افغانستان ته ستانه شوې، له ایرانه بیا تر پنځو زرو زیات په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شول او نهه نیم زره نور په زور اېستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پرلپسې له ایران او پاکستان غوښتي چې پر کډوالو دې فشار نه راوړي او هغوی دې پرېږدي چې په رضا کارانه توګه خپل هېواد ته ستانه شي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

څېرې - له رنګینه حمیدي سره خبرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:36 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG