د جنوبي کوریا یوه جګپوړي پلاوي نن دوشنبه په پیونګ یونګ کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اوون سره ولیدل.
د جنوبي کوریا حکومت د دې خبرې پخلی کړی دی.
دا د شمالي کوریا له مشر سره د جنوبي کوریا د حکومتي پلاوي لومړنۍ کتنه ده.
ټاکل شوې ده چې د جنوبي کوریا پلاوی تر دې وروسته متحده ایالاتو ته سفر وکړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره میاشت ویلې وو چې له شمالي کوریا سره خبرې اترې یوازې د سمو شرطونو پر اساس ممکن دي.
جنوبي کوریا ویلي چې پیونګ یونګ ته د دې پلاوي د سفر هدف د دواړو کوریاګانو ترمنځ د اړیکو نارملول او د واشنګټن او پیونګ یونګ ترمنځ خبرو ته لار هوارول دي.