د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غلام خان لار د سوداګرۍ لپاره بیا خلاصېږي


پراګ - د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د مارچ له اوومې څخه به پر غلام خان سوداګري پیل شي.

پولېټيکل انتظامیې چارواکي وايي، د جمعې او خالي یا شنبې پر ورځ به له افغانستانه او ورپسې څلور ورځې به له پاکستانه، افغانستان ته مالونه وړل کېږي.

دا پرېکړه د انتظامیې او د سیمې سوداګرانو تر منځ په غونډه کې شوې ده. د سیمې یو مشر او سیاستوال غلام خان وايي، له لارې سره یې ټول اقتصاد تړلی نو ځکه هیله لري چې حکومت به له سوداګرۍ سره سره، دا بندر د ولس تګ راتګ لپاره هم پرانیستی وساتي.

د شمالي وزیرستان مرستیال پولیټیکل ایجنټ تیمور خان اپرېدي مشال راډيو ته وویل چې غلام خان بندر به د روانې مارچ میاشتې پر اوومه نېټه د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شي.

د سیمې یو تاجر اشرف خان وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې زښت ځپل شوي دي نو د غلام خان له بندر خلاصېدو سره به یې اقتصادي حالت ښه شي.

د شمالي وزیرستان خبریال نور بهرام وايي، د دواړه لوري سوداګران له ډېرې مودې راهیسې د لار خلاصولو په تمه دي.

د ده په خبره، د غلام خان بندر له بیا پرانیستو سره به نه یوازې د وزیرستان او بنو بلکې د ټولې سیمې تاجران په خپلو پښو ودرېږي.

د ۲۰۱۴ز کال په جون کې په شمالي وزیرستان کې تر پوځي عملیاتو پیلېدو وروسته د غلام خان لار وتړل شوه چې له کبله یې د دواړو خواو سوداګرانو تاوانونه وګالل.

د شمالي وزیرستان انتظامي چارواکي وايي، پر غلام خان یې ټرمینل جوړ کړی او د سوداګرۍ لپاره یې ټول انتظامات کړي دي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG