د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او اروپایی هېوادونو د شام په ختیځ غوطه ښار کې په مبينه توګه د زهرجن ګيس کارونکو ذمه وارو پرضد د سخت ځواب ورکولو ژمنه کړې.

په وروستيو اونيو کې په غوطه ښار کې د زهرجن ګيس په بریدونو کې په سلګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا خبرداری له هغې وروسته راغلې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر د مارچ په 2 مه ویلي چې په غوطه ښار کې د ملکي خلکو وژنه په ممکنه ډول جنګي او د انسانیت په وړاندې جرمونه دي.

د جرمني وزيراعظمې انګيلا ميرکل په يو بيان کې ويلي دي چې د امريکا له ولسمشر ډونلد ټرمپ سره د مارچ په 2مه په ټيلي فوني خبرو کې په دی خبره سلا شول چې د شام ولسمشر بشارالسد رژيم د دې پيښي ذمه واره وګرځوي.

بلخوا د فرانس ولسمشر هم په غوطه باندې بمباري کې ذمه وارو ته د سزا ورکولو خبره کړې.

ماسکو او دمشق دواړو په غوطه ښار کې د کیمیاوي وسلو کارولو یا په هغه ښار کې د ملکي وګړو او هسپتالونه په نښه کولو خبره رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG