په کوټه کې نامعلومه وسله والو په یوه برید کې دوه پولیس وژلي دي.
دا برید نن د یاد ښار پر سمنګلي سړک د اېس پي حمیدالله دستي پر موټر شوی دی خو هغه ته پکې زیان نه دی رسېدلی.
د پولیسو مشر رزاق چیمه ویلي چې بریدګر درې تنه ول چې پر موټرسایکل سپاره ول.
هېچا تر اوسه د دې برید زمه واري نه ده منلې.