د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا افضل: پاکستان د مالي چارو څار لېسټ کې نه دی شامل


د پاکستان د خزانې وزیر مملکت رانا محمد افضل وايي، د رسنیو هغه رپوټونه ناسم دي چې ګواکې فایناشل ایکشن ټاسک فورس نومي ادارې پرېکړه کړېده چې پاکستان په لیسټ کې شامل کړي.

رانا محمد افضل دا خبره خالي په ماښام مشال راډیو ته کړې او دا یې هم ویلي چې فایناشل ایکشن ټاسک فورس ورته درې میاشتې وخت ورکړی دی او پاکستان به په دې موده کې یادې ادارې ته اطمینان ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د فرورۍ پر ۲۰مه پر خپل ټویټر وویل، د فایناشل ایکشن ټاسک فورس مشکوک لېسټ ته د پاکستان اچول د دریو میاشتو پورې ځنډول شوي دي او دې لړ کې له ملګرو هېوادونو مننه کوي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG