د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ پر روس ، ایران او شام سخت تور پورې کړی


ولسمشر ډونلډ ترمپ
ولسمشر ډونلډ ترمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فرورۍ پر ۲۳مه پر روس ، ایران او د شامپر حکومت په شام کې د روانې " بشري رسوايي " د ذمه وارۍتور پورې کړی دی.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته وویل، "هغو کارونو د بشريت مخ تور کړی دی کوم چې روس ، ایران او د شام حکومت په دې وروستیو کې په دې هېوادکې کړي ".

نوموړي په داسې وخت کې دا څرګندونې کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په شامکې د دېرش ورځني اوربند دټینګېدلو پر وړاندیز رایيګیري کوي.

د اوربند وړاندیز د دې لپاره شوی چې د جګړې په سیمه کې ملکي وګړو ته بشري مرستې ورسېږي او زخمیان روغتونونو ته ولېږدول شي. خو د روس حکومت پخوا له داسې وړاندیز سره مخالفت څرګند کړی و.

د روس حکومت ویلي چې داسې وړاندیز له واقعیته لرې دی ځکه د داعش زیات وسله وال لا هم په سیمه کې فعالیت لري.

خو د فرانس ولسمشر او د جرمني چانسلرېله روس څخه غوښتنه کړې چې د امنیت شورا په غونډه کې د اوربند وړاندیز ته مثبته رایه ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG