د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي وايي ، په ننګرهار کې ۴ وسله وال وژل شوي


افغان ځواکونه
افغان ځواکونه

د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د ګوشتې ولسوالۍ په لرې پرته سیمه دوړخیلو کې د وسله والو طالبانو او امنیتۍ ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ننګر هار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل . “د نښتې په ترڅ کې د وژل شوو وسله والو طالبانو جسدونه هم په سیمه کې پاتې شوي او دوه عرادې موټر سایکلونه، دوه میله کلاشینکوفونه او نور مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي”.

دی وایي چې په نښته کې امنیتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې. وسله والو طالبانو د دې خبر تر خپرېدو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG