د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پرانیستل کېدو هرکلی کړی او افغانانو ته یې د دې اقتصادي پرمختګ مبارکي ویلې ده.

جان بس د فرورۍ پر ۲۳مه پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ترکمنستان د طبیعي ګېس د نل لیکې پروژه ټاپي داسې ستر ګام دی چې د سیمه ییزې همکارۍ له پراختیا سره به مرسته وکړي.

د هغه په وینا، ډېرو افغانانو ته به کارونه پیدا شي ، افغانستان ته به د ارزانه انرژۍ ښه منبع په لاس ورشي او حکومت ته به د امدن مهمه سرچینه وي.

د افغانستان حکومت وايي، په ټاپي پروژه کې به تر ۱۰زره زیاتو افغانانو ته کارونه پېدا شي او هیواد به د کال ۵۰۰ میلیون ډالره د مالیې په توګهترلاسه کوي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG