د لاسرسي ځای

تازه خبر

مانټینیګرو کې د امریکا پر سفارت بم برید شوی


مونټینیګرو: پولیس تر برید پس د امریکا سفارت ودانۍ مخې ته باړ لګولی دی. ۲۲فبروري ۲۰۱۸

د مونټېنېګرو چارواکي وايي، په سربیا کې زېږېدلي یوه کس پر امریکايي سفارت د یوه چوونکي توکي برید وکړ او بیا یې د ودانۍ بهر ځانوژونکې چاودنه وکړه.

څارنوالانو او پولیسو تېر مازیګر وویل، د دې کس نوم دالېبور جوکووېچ دی چې د پخوانۍ یوګوسلاویا سرتېری وو او د ناټو ضد نظریات یې لرل.

د امریکا او مونټېنېګرو چارواکي وايي، په پلازمېنه پودګوریڅا کې په شوې دې پېښه کې د سفارت دننه هېڅوک نه دي ژوبل شوي.

دا پېښه د چارشنبې او زیارت تر منځ د شپې شاوخوا ۱۲ نیمې بجې شوې ده.

چارواکي وايي، بریدګر په ۱۹۷۶ز کال کې د سربیا په کرالییېفو ښار کې زېږېدلی وو او لومړی یې د لاسي بم حمله وکړه.

چارواکي دا هم وايي چې د امریکا د پلټنو وفاقي اداره (اېف بي ای) هم په تحقیقاتو کې شامله ده. پولیس چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته ویلي، بریدګر په پودګوریڅا کې اوسېده.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG