د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري د راو انوار پر ستايلو پښيماني وښوده


د پيپلز پارټۍ مشر او د پاکستان پخواني ولسمشر آصف علي زرداري پرون د کراچۍ د ملېر پوليسو معطل شوي مشر او پوليسو ته مطلوب راو انوار په اړه کړو خبرو پښېماني ښودلي.

په ماورای عدالت قتلونو تورن راو انوار په هکله، درې ورځې مخکې زرداري د يو شخصي ټيليويژن سره مرکه کې ويلي وو چې هغه یو بهادر سړی دی. انوار په يوه جعلي پوليس مقابله کې د يو وزيرستاني ځوان نقيب الله مسعود او ګڼو نورو دغسي کاروايانو کې د ځينو نورو خلکو په وژنې تورن دی. سپريم کورټ‌ حکومت ته حکم کړی چې پټ‌ شوی راو انوار دې زر تر زره ونيسي.

د سيند صوبې واکمن ګوند، پيپلز پارټۍ د فرورۍ په ۱۷ خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د زرداري له خبرو داسې انګېرل شوې چې هغه د راو انوار ملاتړ کوي. د زرداري له خولې ول شوي چې هغه ماورای عدالت قتلونو کې ککړو کسانو ته سزا غوښتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG