د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې هوايي برید اووه داعشیان وژلي


د افغانستان د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د جمعې پر ورځ د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې اووه داعشي وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ سرپرست محمد زمان عیار نن [شنبه] مشال راډیو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته د نړیوالو ځواکونو بې پیلوته الوتکې د چپې درې ولسوالۍ په دیګل دره کې برید کړی چې د یوه قوماندان په ګډون اووه تنه داعشې وسله وال وژل شوي.

تر واسه داعش [اسلامي دولت] وسله والې ډلې د یاد برید په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG