د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ابراهیم سلېمان هارون ته د عمر بند سزا واورول


په امریکا کې یو کس ته چې د القاعد شبکې د فعالیتونو په جرم پېژندل شوی و د عمر قید سزا واورول شوه.

دا کس په ۲۰۰۳م کال کې په افغانستان کې پر امریکايي پوځیانو د برید په ګډون د یو لړ ترهګړو بریدونو په ترسره کولو مجرم پېژندل شوی دی.

د امریکا عدلیې وزارت د جمعې پر ورځ وویل چې په نیویارک کې عدالت ابراهیم سلېمان عدنان ادم هارون په بند محکوم کړ.

دا کس په سپین ګل مشهور دی. نوموړی د حکم د اعلان پر مهال عدالت ته نه و راغلی او له دې مخکې یې هم د عدالت په غونډو کې له ګډون څخه ډډه کړې وه.

نوموړی د تېر کال [۲۰۱۷م] په مارچ میاشت کې مجرم وپېژندل شو چې په هغه برید کې یې لاس و چې په ۲۰۰۳م کال کې القاعده ډلې په افغانستان کې کړی و او پکې دوه امریکایي سرتېرې وژل شوي ول.

۴۷ کلن هارون د نيژر هېواد دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG