د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ لوبډلې زمبابوې ته ماتې وکړه


نن [جمعه] په شارجه کې د افغانستان او زمبابوې تر منځ څلورمه يو ورځنۍ [۵۰ اووريزه] کرکټ لوبه وشوه چې افغانستان په شپږو ويکټونو وګټله. زمبابوې لومړی بېټنګ وکړ او ټوله لوبډله يې پر ۱۳۴ منډو وسوځېدل.

په ځواب کې افغانستان په ۲۲م اوور کې هدف پوره کړ او لوبه يې په ۱۰ ويکټونو وګټله. له دې وړاندې د دواړو لوبډلو تر منځ درې يو ورځنۍ لوبې شوي دي چې دوې افغانستان او يوه زمبابوې ګټلې ده.

داوړه هېوادونه به خپله وروستۍ يو ورځنۍ لوبه د روانې فيبروري مياشتې پر ۱۹مه نېټه کوي.

د دواړو هېوادونو تر منځ له دې وړاندې دوې۲۰ اووريزې لوبې هم شوي چې دواړې افغانستان ګټلي دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG