د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوريه کې پنځه روسي وګړي وژل شوي دي


د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وايي په شام کې د امریکا تر مشرۍ لاندې ځواکونو سره په نښته کې ښايي پنځه روسي وګړي وژل شوي وي چې په پوځي عمله کې نه وو شامل.

روسيه ادعا کوي چې هغه راپورونه ناسم دي چې د روسیانو د مرګ ژوبلې شمېر په لسګونه او یا سلګونه ښيي.

دا څرګندونې د دې وزارت ویاندې ماریه زخارووا تېره ورځ [پنجشنبه] وکړې. دا لومړی ځل دی چې یو روسی چارواکی د فبرورۍ پر اوومه د شام په دیر الزور سیمه کې په رامنځ ته شوې پېښه کې د روسي وګړیو وژل کېدلو خبره نېغ په نېغه مني.

زخارووا ويلي د لومړنيو معلوماتو له مخې ښايي پنځه روسي وګړي په وسله واله نښته کې وژل شوي وي چې د علت معلومولو هڅې يې روانې دي.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې د شام شاو خوا ۵۰۰ حکومت پلوه ځواکونو لخوا د مخالفو ځواکونو او امریکايي پوځي سلاکارانو پر مرکز د بريد له پېل وروسته دوی په هوايي بریدونو کې شاوخوا ۱۰۰ بريدګر ووژل.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG