د ایران ولسمشر حسن روحاني په درې ورځنۍ دوره هند ته تللی.
تمه ده چې نوموړی به د چاه بهار بندر لپاره د هند د پانګونې په ګډون د بنسټيزې رغونې پر نورو پروژو له چارواکو سره خبرې وکړي.
روحاني پرون [پنجشنبه] حیدراباد ښار ته ورسېد چې ورسره په پلاوي کې وزیران او تاجران هم ول.
تمه ده چې روحاني د فبرورۍ پر ۱۷مه نوي ډيلي ته لاړ شي او د هند له ولسمشر رام نات کوویند او وزیراعظم نریندر مودي سره خبرې وکړې.
تمه ده چې دواړې خواوې د تجارت او اقتصاد پر یو لړ لوظنامو لاسليک وکړي چې یوه یې د چاه بهار پروژې په لومړي پړاو کې هند ته د کار کولو اجازت ورکول دي.
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د پلان له مخې هند به د ۸۵ اعشاريه ۲۱ مليونه ډالرو سرمایه کارۍ پر دغه بندر د ۱۰ کلونو په اجاره د دوه کښتیو چلولو چارې سنبالوي.