د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د ملي امنیت له ادارې سره نېږدې ډزې، یو مشکوک کس نیول شوی


امریکايي رسنۍ وايي، په میریلینډ ایالت کې د ملي امنیت د ادارې (اېن اېس اې) له مرکزي دفتر سره نېږدې په ډزو کې درې کسان ژوبل شوي دي.

رسنیو د فبرورۍ پر ۱۴مه وویل، تر پېښې وروسته یې یو مشکوک کس نیولی دی.

اېن اېس اې په یوه بیان کې ویلي، ((د یادې ادارې پولیس او د قانون نافذوونکو ادارو کسان نن سهار (چارشنبه) د اېن اېس اې ودانۍ ته د ګاډو د ننوتو له وره سره نېږدې د یوې پېښې جاج اخلي.))

بیان زیاتوي، ((حالات تر کنټرول لاندې دي او امنیت یا د خلکو خوندیتوب ته ګواښ نشته.))

تر دې مخکې پولیسو ویلي ول، د ډزو یوې ممکنه پېښې ته غبرګون لپاره ورغلي دي.

رپورټونه وايي، له ودانۍ سره نېږدې یوه لویه لار هم تړل شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG