د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر پوځ په سینا ټاپو وزمه کې د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي


د مصر پوځ وايي، د سینا په ناارامه ټاپووزمه کې یې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۶ وسله وال وژلې او تر ۳۰ زیات مشکوکه کسان یې نیولي دي.

د مصر پوځ د یکشنبې په ورځ په یوبیان کې ویلي، په دې سیمه کې یې د عملیاتو په ترڅ کې په لسګونه اهداف هم ویجاړ کړي دي.

دا پوځي عملیات چې د فبروري په نهمه پیل شوي وو، پکې هوايي، سمندري او زمکنیو ځواکونه برخه واخېسته.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ددې هیواد امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د فبرورۍ تر پایه دې د وسله والو شکست یقیني کړي.

السیسي دا امر په نومبر میاشت کې له هغې وروسته کړی و چې د سینا په شمال کې په یو جومات کې په بمي چاودنو او ډزو ۳۱۱ کسان ووژل شول. دا د مصر په نوي تاریخ کې تر ټولو مرګوني وسله واله حمله ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG