د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق د برتانیا د تېلو شرکتونو سره کار ته لېواله دی


د عراق د تېلو وزیر وايي، بغداد د برتانیا د تېلو له یو شرکت بریټیش پیټرولیم څخه غوښتي چې د کردستان په کرکوک ښار کې دې د تیلو په ځایونو کې د پیداوار زیاتولو په اړه د څیړونو مسوده جوړه کړې. کرکوک تېر کال د عراق مرکزي حکومت تر خپل کنټرول لاندې راوست.

وزیر جبار ال لوابي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، هیلمن دی چې ددې وړاندیز په اړه به د بریټیش پیټرولیم د شرکت له مشر سره چې ټاکل شوې راتلونکو ورځو کې کرکوک ته ولاړ شي، خبرې وکړي.

د کرکوک د تیلو سیمې په ۱۹۲۰ م کال کې موندل شوې وې او له لسیزو راهېسې د عراق د مرکزي حکومت او کردانو ترمنځ لانجمنې سیمې وې.

بغداد په ۲۰۱۴ م کال کې د بریتانیا د تیلو شرکت سره د بابا ګورګور او د هاونا د تیلو ځایونو په اړه قرارداد لاسلیک کړی و خو پرې کار نه دې پیل شوی.

XS
SM
MD
LG