د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په عملي کېدو کې د ځنډ په اړه غونډه روانه ده.

دا غونډه د قبایلي سیمو د زده کوونکیو سازمان (فاټا سټوډنټس اورګنایزېشن) جوړه کړې. د سازمان مشر شوکت عزیز وايي، د ننني بحث په پای کې خپله راتلونکې کړنلار ټاکي:

((اصل مقصد دا دی چې د فاټا د اصلاحاتو خبرې روانې دي، نو په دې کې د فاټا مستقبل څه دی؟ موږ په دې غونډه کې په دې خبره بحث کوو چې په دې اصلاحاتو څومره عمل شوی او بیا وروسته به خپله راتلونکې کړنلاره هم اعلانوو.))

عزیز زیاتوي، د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه غونډې ته د پارلېمان ځېنې غړي، زده کوونکي، پوهان او فعالان ورغلي دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG