د لاسرسي ځای

تازه خبر

ژمنۍ اولمپیک لوبې د جنوبي کوریا په پیونګ چانګ کې پېل شوي


پيونګ چانګ کې د ژمنيو اولمپيک لوبو د پېل ننداره
پيونګ چانګ کې د ژمنيو اولمپيک لوبو د پېل ننداره

د ژمني اولمپیک نړیوالې لوبې پرون [جمعه] د جنوبي کوریا په پیونګ چانګ ولایت کې پېل شوې. د لوبو د پېل مراسموته شاوخوا ۳۵ زره کسان ورغلي ولچې د حکومتونومشران او وزيراعظمان هم پکې شامل وو.

د جنوبي کوریا حکومت د سیالیو لپاره نوی سټیډیم جوړ کړی دی.

د مراسمو تر پېل لږ مخکې، یو عدالت د ۴۵روسي لوبغاړو خواست رد کړ چې په سیالیو کې يې د ګډون اجازه غوښتل. په روسيې کې د منع شوو درملو د کارونې له امله د دې هېواد پر ګڼو لوبغاړوبندیز لګېدلی خو ۱۶۹ روسانو ته اجازه ورکړ ل شوې چې په خپلواک ډول په سیالیوکې برخه واخلي.

د روسيې پر لوبغاړو دبندیز له امله د راپېدا شوې لانجې ترڅنګ د شمالي اوجنوبي کوریا د اړیکو خرابوالی هم د بحثونو موضوع وه . د شمالي کوریا د ولسمشر خور او د هغه هېواد د حکومتيو چارواکیهم جنوبي کوریا ته تللي دي.

جنوبی کوریا ته د شمالي کوريا له لوري د داسې پلاوي سفر په لنډ وخت کې ساری نه لري.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌ مخې، د ۲۰۱۸م کال په ژمنیو اولمپیک سیالیو کې د ۹۲ هېوادونو نږدې ۳۰۰۰ لوبغاړي په ۱۵ بېلابېلو لوبو کې برخه اخلي.

ژمنۍ اولمپيک سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې يوځل په يوه غړي هېواد کې تر سره کېږي چې تېر پړاوو یې د روسیې په سوچي ښار کې ترسره شوی و چې روسیې په کې د ډېرو مډالونو په ګټلو سره لومړی، ناروې دوهم او کاناډا درېیم مقام ګټلی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG