د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د دواړو هېوادونو استازي به د "سولې او یووالي د عمل پلان " په چوکاټ کې پر مهمو مسئلو خبرې وکړي.

د افغانستان دبهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند صبغت الله احمدي بیګاه مشال ریډیو ته وویل "هیله لري چې دا وار به په اسلام ابادکې اغېزمنې خبرې وشي.

د تېر خالي په ورځ د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ یو پلاوې کابل ته ولاړ او د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال حکمت کرزي سره یې وکتل.

ټاکل شوې چې سبا او بله ورځ د اسلام اباد په غونډه کې له تروریزم سره پرمبارزه، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت، د اقتصادي همکاريو پر پراختیا او ځیني نورو مهمو مسئلو خبرې وکړل شي.

XS
SM
MD
LG