د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا خزانې وزارت پاکستان مېشته درې وسله وال، له سختدريځو ډلو سره د لوجسټيکي، ټيکنالوژۍ، چاوديدونکو موادو او مالي ملاتړ په تور د نړيوالو ترهګرو په تور ليست کې اچولي او بندېزونه پرې لګولي دي.

دې وزارت د چارشبنې پر ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې رحمان زیب ، فقیر محمد او حزب الله د افغان طالبانو، القاعده او لشکر طیبه تر څنګ د ځينو نورو له وسله والو ډلو سره اړيکې درلودې.

امريکا دوه اونۍ وړاندې د حقاني او طالبانو شپږ غړي ترهګر اعلان کړي وو او بندېزونه يې پرې لګولي وو.

امريکايي چارواکو په دې وروستيوو کې ويلي وو چې د وسله والو پر ضد کاروايي لپاره به پر پاکستان فشار ډېرولو ته دوام ورکوي.

اسلام اباد دريځ لري چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې لپاره ژمن دی.

په همدې حال کې د چارشبنې پر ورځ د پاکستان پوځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د پوځي مشر جنرل قمر جاويد باجوه په مشرۍ د کور کمانډرانو په غونډه کې د امريکا د نوې پاليسۍ په رڼا کې پر امنيتي حالاتو خبرې وشوې.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG