د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن د سېنېټ د قبایلي څوکیو لپاره نوټس خپور کړی


د پاکستان انتخاباتو کميشن په سېنټ کې د فاټا په څلورو څوکيو د انتخاباتو نوټس خپور کړي دي.

د دغه څلورو څوکیو لپاره د نامزدګۍ کاغذات له نن پنجشنبې ورځ څخه اخیستل کېږي چې د فرورۍ تر ۱۳مې نیټې به دوام لري.

د کمېشن وياند الطاف احمد بېګاه مشال راډيو ته وویل چې په سېنټ کې د قبايلي سيمو اته غړي دي چې د څلورو کاري موده به پوره شي او په هغه څوکو به د مارچ په درېمه نېټه انتخابات کېږي.

د قبایلي سیمو لپاره د سېنټ د انتیخاباتو طریقه کار له صوبو جلا دی.

دا وخت په قامي اسمبلۍ کې د فاټا ۱۱ غړي دي او دوی به د قبایلي سیمو لپاره څلور سېنیټران منتخب کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG