د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، په یو پلان کار پیل کړی چې له مخې به یې افغان کډوال په تدریجي ډول خپل هېواد ته ستانه شي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حافظ احمد میاخېل د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل:

"پلان دوه برخې لري، لومړۍ برخه یې بیړنۍ بشري مرستې دي چې د ستنېدنې پر مهال له کډوالو سره کېږي، دویمه برخه ستنه شویو کډوالو ته پر اختیايي پروګرامونه په پام کې نیول، لکه د زده کړو، روغتیا او سرپناد زمینو برابرول دي."

نوموړي همدارنګه وویل، د مهال ویش د ټاکلو او د ستنېدونې د منظم بهیر پر لارو چارو د غور او خبرو لپاره روانه میلادي میاشت یو پاکستانی پلاوی هم کابل ته راځي.

دا وخت په پاکستان کې څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې له دې ډلې ۱.۲ میلیونه ‌یې له پخوا راجسټر شوي کډوال او اووه لکه ۷۰ زره نوي راجسټر شوي کډوال دي چې له تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې په هغه هېواد کې اوسېږي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG