د لاسرسي ځای

تازه خبر

له T-20 ګټلو وروسته افغانستان يو ورځنيو لوبو ته چمتووالی نيسي


د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون [سې شنبه] په شارجه کې له زیمبابوې څخه دویمه شل اوریزه لوبه هم وګټله. د پرونۍ لوبې پچه زمبابوې وګټله او لومړی یې د بالنګ پرېکړه وکړه. افغانستان په ټاکل شوو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۸ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې زيمبابوې په ټاکل شوو اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۴۱ منډې جوړې کړې او په دې توګه افغانستان د ۱۷ منډو په توپیر دا سیالي وګټله. له دې وړاندې د دوشنبې په ورځ هم افغانستان زيمبابوې ته ماتې ورکړې وه نو دا ډول د دوو ۲۰ اووريزو لوبو لړۍ افغانستان په خپل نوم کړه.

له دې وروسته به اوس افغانستان او زيمبابوې پنځه يو ورځنۍ يا ۵۰ اووريزې لوبې هم کوي چې لومړۍ هغه يې د راتلونکې جمعې په ورځ په شارجه کې تر سره کېږي. له دې وروسته دويمه لوبه د روانې فبروري مياشتې پر ۱۱مه، دريمه پر ۱۳مه، څلورمه پر ۱۶مه او پنځمه لوبه به د فبروري پر ۱۹مه نېټّ تر سره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG