د لاسرسي ځای

تازه خبر

قزاقستان کې یوه داعشۍ ۳۰ کاله بندي کړل شوه


د قزاقستان یوه عدالت یوه ۳۰ کلنه ښځه په دې جرم چې غوښتل یې په شام کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش سره یوځای شي، په نهه کاله بند محکوم کړه. د قزاقستان د قراغندي سیمې ځانګړي عدالت نن [سېشنبه] د ژنسایا په نوم دغه مېرمن مجرمه وپېژنده چې له داعش سره يې د یوځای کېدو لپاره تیاری نیولی و.

څارنوالانو وویل چې هغې شام ته د سفر پلان کړی و چې هلته داعش وسله والو ته د نرسې په توګه کار وکړي. نوموړې په دې هم مجرمه پېژندل شوې چې هڅه یې کوله یو تنکی ځوان له دغې ترهګرې ډلې سره یوځای کېدو ته وهڅوي.

دغې ښځې چې د ۲۰۱۷م کال په سپټمبر میاشت کېنيول شوې، په خپل جرم اعتراف نه دی کړی او ویلي یې دي چې هغې ته د قزاقستان د ملي امنیت د کمېټې د مامورینو له خوا دنده سپارل شوې وه. د قزاقستان چارواکي وایي، د دې هېواد سلګونو وګړو پهشام کې له داعش یا نورو سخت دریځو ډلو سره په جګړو کې ګډون کړی دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG