د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: پاکستان پر کونړ ۱۵۰ توغندي ویشتلي


په تېر شواروز کې د پاکستان له لورې د افغانستان پر کونړ ولایت ۱۵۰ توغندي ویشتل شوي دي. د کونړ ولایت امنیه قوماندان جمعه ګل همت نن [سې شنبه] مشال راډیو ته ویلي چې دغه توغندي د ولایت پر څلورو ولسوالیو، دانګام، شولټن، مره وره او سرکاڼو لګېدلي دي.

د نوموړي په خبره توغندیو مرګ ژوبله نه ده اړولې خو مالي زیانونه یې رسولي دي. همت زياتوي په دا وروستیو شپو ورځو کې د پاکستان له لورې د دغه ولایت پر سرحدي ولسواليو د توغندیو ویشتل زیات شوي دي.

د پاکستان حکومت لا په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG